د افغان-ترک چاغ ایجوکیشنل انجو

د افغان-ترک د تعلیمي موسسې ریاست په 1995 م کال کې د پوهنې او اقتصاد وزارتونو سره یو قرار داد لاسلیک کړ، ددغه قرار داد مو خه يې دافغانستان د خلکو لپاره د ښوونې او روزنې په ډګرکې خدمت و.

افغان-ترک ښوونځیو د 1995 م کال را په دیخوا په فعالیت پیل کړی چې تراوسه پورې په دغو ښوونځیو کې 3500 زده کوونکي په ښوونه او روزنه بوخت دي.

login_logo کابل، مزارشریف، کندهار، شبرغان، هرات او جلال آباد د نجونو دری لیسې او شپږ نور یې دهلکانو دي. چی ټول يې9 لیسې کیږي او یو نړیوال ښوونځی دی.

زموږ په ښوونځیو کې ترکي استاذان: د ترکي، انګلیسي، فزیک، کیمیا، بیولوژی، او ریاضیاتو مضامین تدریسوی. او افغان ښوونکي: پښتو، دری، اسلامي ښوونه، تاریخ، جغرافیه په پښتو او دری ژبه به تدریسوي.

په ښوونځیوکې مو ریاضي او ساینسي مضامین په انګلیسی ژبه تدریسیږي او همدارنګه زموږ په ټولو ښوونځیوکې 252 تنه افغان او ترکي ښوونکي په ښوونه بوخت دي.

ښوونځیوته مو دلارې پیداکولو لپاره د کانکور ازموینه اخیستل کیږي تېرکال د 12443 په شمېر زده کونکو په دغه ازموینه کې ګډون کړی و چې 700 تنه یې و منل شوی.

هغه زده کوونکي چې زموږ له ښوونځیو څخه فارغیږي، د افغانستان او بهر هېوادونو پوهنتونونوکې شاملېدای شي زموږ فارغان دکانکور په آزموینه کې 100٪ بریالي کیږي.

د 2010 کال کانکور په ازموینه کې زموږ زده کونکو 1.2.3.4 او 9 مقام په لاس راوړ په لسم لومړیوکې 5 نفر و او په 20 لومړیوکې 11 نفرو ځانګری مقام په لاس راوړ زموږ د فارغ زده کوونکو شمېر 2903 تنه دی ددغو له ډلې څخه 506 تنه له هیواده بحراو 1832 تنه په خپل هېوادکې لوړې زده کړې پرمخ وړي.

ټول فارغ زده کوونکي مو په انګلیسی او ترکي ژبو حاکم دي د پوهنې وزارت په دیپلوم سر بیره مو شاګردانو ته د کمپیوتر او ترکي ژبی ديپلوم هم ورکول کیږي. په آتو کلونو کې د افغان-ترک ښوونځي دپوهنې وزارت سره په نړیوالو سیالیوکې هم ونډه اخلي او په دغو پروژوکې ګډون کوي او د 2012-2013 کال په وروستیوکې د 94 سرو زرو 122 سپین زرو 143 دبرونزو مډالون یی ترلاسه کړي چي ټول یي 359 مډاله کیږي.

د افغان-ترک ښوونځي د ښوونې او روزنې ترڅنګ ټولنیز فعالیتونو هم ترسره کوي په ځانګړي توګه د روژې په میاشت کې دبې وزلو سره دمرستې په موخه او په لوی اخترکې د قربانۍ کړلو پروګرام هم ترتیبویي، به 2012 کال کې تقریباْ د 5000 کورنیو سره داوړو مرسته او د 2000 نفر و لپاره روژه ماتی او همدارنګه په لوی اخترکې 800 غوایه حلال شول او پر 12000 کورنیو د قربانۍ غوښه وویشل شوه.